BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
افغانستان کې د بدل لاس موټرو د ثبت او ځانګړو سټېکرونو د وېش بهير پيل شوی
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوشنبې له ورځې له کابل پرته په ۳۳ ولایتونو کې د بدل لاس سټیرینګ لرونکو موټرو د ثبت او ځانګړو سټېکرونو د وېش بهیر پیل شوی.
د طالبانو حکومت: د هغو خصوصي روغتونونو فعالیت ځنډول کېږي چې معيارونه پوره نه کړي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه روغتونونه چې د خصوصي روغتونونو د ارزونې له مخې یې معیارونه نه دي پوره کړي، لنډ وخت لري چې خپلې نیمګړتیاوې او ستونزې حل کړي.
کرېکټ: افغانستان د الف لوبډلو اسيا جام کې هانګ کانګ ته ماته ورکړه
د ځوانانو اسيا جام سيالیو کې د افغانستان الف لوبډلې (ابداليانو) د هانګ کانګ لوبډلې ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او په دې سیالیو کې یې لومړنۍ بريا خپله کړه.
ټرمپ: ایران تېره اوونۍ د تېر کال د بل هر وخت پرتله ډېر ډرونونه او توغندي توغولي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د تېر یو کال پرتله ډېر ډرونونه او توغندي توغولي دي. د امریکا ولسمشر د دې ادعا ثابتولو لپاره کوم مستند راپور یا احصایوي سرچینه نه ده یاده کړې، خو دا یې د امریکا د ونډو بازارونو د کمزورۍ په څېر د کانګرس په ټاکنو کې د ډیموکراتانو د بریا پایله بللې ده.
د خامنهيي له 'جفر او رمل' نیولې د اطلاعاتو وزیر تر 'جادو ماتونکې' ګوتمۍ؛ د ایران نظام کې د خفیه علومو ځای
دا د ایران اسلامي جمهوریت د چارواکو ترمنځ د "پټو یا خفیه علومو" د نقش او ځای په اړه له هغو غیر معمولي کیسو یوازې یوه ده، چې د دا وړ باورونو له یوې پراخې لړۍ پرده پورته کوي. له جفر، رمل او وړاندوینو سره له لېوالتیا رانیولې، له پېریانو سره د اړیکو تر تورونو، د کوډو او جادو او یا د هغو مخنیوي لپاره د تعویذونو تر هڅو پورې د ایراني چارواکو ګڼې کیسې موجودې دي.
اقلیمي بدلون؛ د کاپ۳۱ غونډه له هوکړې پرته پايته ورسېده
په پام کې وه چې دا غونډه د تېرې جمعې په ورځ پایته رسېدلې وی، خو پر اختلافي موضوعګانو د بحثونو له اوږدېدو سره یکشنبې ته هم وغځېده. د هوکړې په متن کې څلور ځلې بدلونونه راوستل شول چې په وروستۍ بڼه کې یې د فوسیلي سونتوکو د کابو کولو لپاره د جوتو ګامونو یادونه نه وه شوې، چې د تېلو تولیدوونکو او نورو هېوادو تر منځ د اختلاف لوی ټکی دی.
د وحید صابري مړینه؛ یوه نسل ته ګران هنرمند چې ناڅاپه په یوازیتوب کې مړ شو
د افغانستان نامتو او د خلکو د خوښې وړ سندرغاړی وحید صابري د شنبې په ورځ (۲۰۲۶/۱۱/۲۱) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په خپل کور کې ومړ. وحید صابري په ژوندانه یې له رسنیو سره مرکه کې ویلي و، چې د سدوزیو له قومه دی او اصلاً د کندهار اوسېدونکی دی. ښاغلی صابري د زړه له ناروغۍ کړېده. په ازبکستان کې د مېشتو افغانانو د ټولنې مشر نعمتالله رحماني بيبيسي ته ویلي، چې د ښاغلي صابري جسد دا مهال په عدلي طب کې دی.
د طالبانو حکومت: د متقي په مشرۍ پلاوی تهران کې د ایکو په سرمشریزه کې ګډون کوي
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، د امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی به راتلونکې میاشت په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۸مه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
په کور دننه خطر؛ په مصر کې یوه پلار خپل دوه زامن په وهلو، ټکولو وژلي
په مصر کې د جیزې ولایت کې د یوه پلار له خوا د خپلو دوو ماشومانو وژل کېدو په ټول هېواد کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د غوښو له خوړلو پرته بدن کې د اوسپنې د زیاتولو پنځه لارې کومې دي؟
له ماشومتوبه موږ ته ویل شوي، چې د پالکو خوړل بدن پیاوړی کوي، ځکه پالک په زیاته کچه اوسپنه لري. تر اوسه هم ډېر خلک پالک په بېلابېلو خوړو کې کاروي، لکه مکروني، هګۍ او بانجان او داسې نور خواړه.
د ملګرو ملتونو مشرتابه ته نومانده: 'که بریالۍ شم، غواړم افغان ښځو ته خدمت وکړم'
لانا نسیبه، هغه اماراتي نومانده ده چې د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي څوکۍ ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي. هغې د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) ته ویلي، هغه ځان د "پل جوړوونکې" په توګه ګڼي؛ چې کولای شي د دې سازمان لپاره په یوه ډېر حساس پړاو کې مثبت بدلون راولي. نسیبه، چې په خټه فلسطیني، اماراتۍ ده، وروسته له هغه د نوماندې په توګه راڅرګنده شوه چې د ټاکنیزو سیالیو په بهیر کې یو ډول بند حالت رامنځته شو.
'کَنګینه'؛ په ژمي کې د اوړي خوند: افغانستان کې د ژمي لپاره د انګورو د ساتلو نوښتګر دود
"کَنګینه" د افغانستان د انګورو د ساتلو یوه دودیزه طریقه ده، چې بڼوال پکې د خټو او بوسو په مرسته انګور د حاصلاتو له ټولولو د ژمي تر میاشتو او ان د پسرلي تر موسم پورې تازه ساتي. دا دود چې لا هم د کابل او پروان په ځینو سیمو کې رواج لري، له یوه نسل بل ته د بڼوالو ترمنځ لېږدول شوی دی. د کابل په څنډو کې، په هغه سیمه کې چې د کلکانو ولسوالۍ د انګورو بڼونه پکې پراخ شوي، بڼوال لا هم د انګورو د ساتلو لپاره له دې څو پېړۍ زاړه دودیزې طریقې کار اخلي.
د پانقراس سرطان د درملنې لپاره نوې هیلې
داسې ښکاري، چې هره ورځ د یوې ګولۍ خوړل د هغو ناروغانو په بدن کې، چې د سرطان له تر ټولو وژونکو او د درملنې له سختو ډولونو څخه له یوه سره یې لاس او ګریوان وي، د همدغو کسانو تومورونه کوچني کولای شي او ان ښايي په بشپړه توګه یې له منځه یوسي.
د غایطه موادو پیوند؛ د ناروغیو د درملنې لپاره طبي خزانه، په اړه یې څومره پوهېږئ؟
هغه څه چې موږ یې فاضله مواد بولو، ښايي په خپل منځپانګه کې یوه هیلهبښونکې طبي خزانه ولري. د غایطه موادو پیوند دا امکان برابروي چې د روغو بسپنهورکوونکو د کولمو ګټور میکروبونه هغو ناروغانو ته ولېږدول شي چې د کولمو د مایکروبیوم له ګډوډۍ سره مخ دي. خو څه شی ځینې بسپنهورکوونکي تر نورو ځانګړي او غوره کوي؟
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر ۲۳ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۰۰, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون ۲۳ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۳۰, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

















































